Home خانه

د افغانستان د دفاع وزارت ځوان سرپرست وزیر په یوه رسمي سفر مسکو ته تللی

د افغانستان د دفاع وزارت ځوان سرپرست وزیر په یوه رسمي سفر مسکو ته تللی

705921190 122168808812710670 1593962894569756206 nAد افغانستان د دفاع وزارت ځوان سرپرست وزیر په یوه رسمي سفر مسکو ته تللی او ټاکل شوې د نړیوال امنیتي کنفرانس په مهمو ناستو کې ګډون وکړي.

د یو شمېر سرچینو په وینا د دې سفر اصلي موخه یوازې په امنیتي غونډو کې ګډون نه دی بلکې امکان شته چې د روسیې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د نظامي همکاریو او مرستو پر موضوع هم مهمې خبرې وشي.

څو ورځې وړاندې روسي چارواکو په رسمي څرګندونو کې ویلي وو چې له افغانستان سره د امنیتي او نظامي همکاریو ملاتړ ته چمتو دي، او شنونکي باور لري چې د مسکو دا سفر ښايي د هماغو ژمنو د عملي کېدو پیل وي.