کابل؛ د افغان واکمنانو تاريخي هديره
دا د سلطان محمد خان طلايي مقبره ده، هغه اغېزناک افغان اشراف زاده او سياستوال چي د افغان دولت د وزير اعظم او نايب السلطنه په توګه يې دنده ترسره کړې وه، خو وروسته يې د خپل کشر ورور، امير دوست محمد خان، په ګټه له واکه لاس واخيست.
سلطان محمد خان د ډېرو کلونو لپاره پر پېښور واکمني وکړه، او د پېښور بالاحصار د هغه د حکومت مرکز و. نوموړي د امير دوست محمد خان تر واکمنۍ پوري د افغان دولت په استازيتوب پر دې ښار حکومت کاوه.
الکساندر برنس په خپلو خاطرو کي ليکلي چي د سلطان محمد خان پر دسترخوان به په منظم ډول تر درې سوه زيات مېلمانه پالل کېدل.
له بده مرغه، دغه تاريخي مقبره د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال زيانمنه او ويجاړه سوه.