Home خانه

دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر

دفتر مطبوعاتی مقام ولایت لوگر

703701838 122118787641246838 6851022156160050530 nخبرتیا!

موضوع: د ملي دفاع وزارت د پوځي طب «عالي او متوسطه» د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې د پیلېدو په اړه!

د لوګر ولایت ټولو واجد شرایطو ځوانانو، د دولسمو ټولګیو فارغانو او درنو اوسیدونکو ته خبر ورکول کیږي چې د ملي دفاع وزارت د پوځي طب «عالي او متوسطه» رشتو لپاره د نویو محصلینو د جذب او د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.

د نوم لیکنې اساسي شرایط:

د فراغت سند: د دولسم «۱۲» ټولګي فارغ وي.

د نمرې معیار: د درې کلنو «۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو» د نمرې فیصدي له «۸۵٪» څخه کمه نه وي.

داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۵/۰۳/۰۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۳/۳۱ نېټې پورې د نوم لیکنې د پړاوونو د بشپړولو لپاره د لوګر ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.

په درنښت

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مديریت