Home خانه

د لوګر د مرستیال والي په مشرۍ د ولایتي پرمختیايي کمېټې غونډه جوړه شوه

د لوګر د مرستیال والي په مشرۍ د ولایتي پرمختیايي کمېټې غونډه جوړه شوه

ذوالحجه_۳مه_چهارشنبه

702538704 122118772893246838 5077772594995724313 nنن له غرمې مخکې د لوګر د مرستیال والي، الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» په مشرۍ، د ولایتي پرمختیايي کمېټې (PDC) غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لوګر د مرستیال والي الحاج شيخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» ترڅنګ، د اقتصاد رئیس قاري منیراحمد «صدیقي»، د ولایت د دویمي واحدونو مسوولینو او د مرستندویه مؤسسو استازو ګډون کړی و.

غونډه د لوګر پوهنتون د رئيس مفتي ضیاء‌الاحمد صارم «احمدآغا» له لوري د کلام‌الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» خبرې وکړې او ویې ویل:«د نیمګړو پروژو بشپړول باید زموږ له لومړیتوبونو څخه وي.»

د لوګر مرستیال والي همدا راز د روانو پروژو د کار د څرنګوالي په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

الحاج شیخ انعام‌الله «صلاح‌الدین» د مسئولیتونو د ادا کولو او د اطاعت د اصولو په اړه هراړخیزې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې له آمر څخه اطاعت یو اصل دی او باید عمل پرې وشي.

ښاغلي «صلاح‌الدين» صاحب په ټینګار سره له مسوولینو وغوښتل چې د پراختیایي پروژو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل:«موږ ټول مکلف یو چې په خپلو برخو کې دغه ولایت ته صادقانه خدمت وکړو.»

ورپسې د اقتصاد رئیس قاري منیراحمد «صدیقي» د تېرې غونډې د پرېکړو او د نننۍ غونډې د اجنډا په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

د لوګر د اقتصاد رئیس د روان کال د پرمختیایي پروژو او د تېرو کلونو د نیمګړو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د مسوولینو نظرونه وغوښتل.

په غونډه کې د دویمي واحدونو یو شمېر مسوولینو په لوګر کې د شته انکشافي پروژو د پرمختګ او کاري فیصدۍ په اړه راپورونه ورکړل. همداراز د مؤسسو استازو خپل نظرونه او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل.

غونډه د استناف محکمې د رئيس الحاج شیخ محمدګلاب «فاروقي» له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت