Home خانه

لوګر کې غلا شوی موټر موندل شوی او مالک ته وسپارل شو

لوګر کې غلا شوی موټر موندل شوی او مالک ته وسپارل شو

Screenshot 2026 05 12 192328 editedAد لوګر امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه ویټز ډوله موټر څه موده وړاندې په کابل ولایت کې غلا شوی و، چې د جینایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د پل علم ښار د غازي امین الله خان روغتون په مربوطاتو کې کشف او نیول شوی دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، چې یاد موټر د شنبې په ورځ نیول شوی او له قانوني اجراآتو وروسته نن خپل اصلي څښتن ته سپارل شوی دی.