لوګر کې ناپېژنده وسله والو د یوې کورنۍ ٤ غړي شهیدان کړي
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین وایي، چې د دې ولایت د مرکز پلعلم اړوند حصارک سیمه کې تېره شپه ناپېژنده وسله والو د ٣ نارینه او یوې ښځینه په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي شهیدان کړي.
دغه راز ښاغلی سنګین زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو سیمې ته پر وخت رسېدنه کړې او د پېښې په تړاو یې ٣ شکمن کسان نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، چې د دغې پېښې انګېزه لاتراوسه نه ده روښانه شوې او په اړه یې هڅې روانې دي.
د سیمې اوسېدونکي هم سیمې ته پر وخت د امنیتي ځواکونو له رسېدنې خوښ دي او ټینګار کوي، چې باید د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیول شي.