Home خانه

لوګر کې د کمکي اختر په پلمه مشاعره وشوه

د لوګرد ځوانانو ټولنیزي اوکلتوري ټولني رسنیزه کمیټه

logar mushera 200مشاعره اومېله دجمعي په ورځ د محمداغي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه ،چې لسګونه کسانو پکې برخه اخيستې وه. په غونډه کې دلوګر له شاعرانو ليکوالانو سربيره دلوګر ،کابل،ننګرهاراو پکتیا ولايتونو شاعرانو هم برخه اخيستې وه.

 

مشاعره نهه بجې دقران کريم په تلاوت پيل او ورپسې ملي سرورد واورول شو،چې دملي سرود وروسته دلوګر د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزي میلمنو ته ښه رغلاست او وینا وکړه.

ورپسې مشاعري پيل د لوګر د مشر شاعر عبدالرحمان رحیل په شعر پيل شوه.


غونډه کې شاعرانو د اختر،سولې ،ورورلي ،يوالي هنري شعرونه واورول ،چې دګډونوالو له خوا په درنو چکچکو بدرګه کيدل مشاعره کې عبدالرحمان رحیل،مستري زلمي ستانګزي،قاري علي رحمان، جمعه خان حنیفي،نسیم ستانګزي،حمیدالله ساحیل،امداد الله مسعود،استاد انور ذاهد،ولي جان محزون، نثاراحمد سقیم، احمد کلیوال،ژوندون افغان،لقمان ډګر صافي،الیاس محبت،حفیظ الله ریحان، او قاضي صیب حیات تر نورو شاعرانو غوره او د اوریدونکو په خوښه شعرونه ولوستل.
مشاعره کې دلوګر په اطلاعاتو او فرهنګ ریس او ولایتي اداري چارواکو نیوکي وشوي چې د څنځل ګل مشاعره یی ونه لمانځله او له دوی څخه یی غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دي دلوګر د ځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولنی ته د څنځل ګل مشاعري د لمنځه وړولو دلیل روښانه کړي.

مشاعرې دماسپيښين تر يوې نیمي بجې پورې دوام وکړ او په یوشمیر شاعرانو ډالي هم وویشل شوی ،دغه مشاعره کې لسګونه شاعرانو ونډه اخستي وه، د یادلو ده چې هر کال دلوګرد ځوانانو ټولنېزه اوکلتوري ټولنه د پسرلي،اختریزي، څنځل ګل،سولي او میلاد شریف په نوم بیلا بیلي مشاعري لمانځي.

د لوګرد ځوانانو ټولنیزي اوکلتوري ټولني رسنیزه کمیټه