Home خانه

د لوګر په دوو ښوونځیو کې د اوبو را ایستلو سیسټم فعال شو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه زمري ۲۵ مه

Waten i Skola 1 200د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو او کمالخیلو د نجونو په ښوونځیو کې د لمریزې بریښنا له لارې د اوبو را ایستلو سیسټم فعال شو.

د یاد شویو ښوونځیو په آرامه محیط کې د اوبو شرهار یوه زړه راښکونکونکې فضا جوړه کړې،چې د سهار لمر په راختو سولر کار پیلوي او ټوله ورځ اوبه را باسي.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې د دغه سیسټم پر فعالولو ۹۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په سویډن کې میشت د ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان له خوا ورکړل شوي دي.

عرب زیاته کړه، چې د یاد سیسټم د فعالولو لپاره هر ښوونځي ته یو دانه د اوبو آببازک، ۳ تختې د لمریزې انرژي سولر، د اوبو پیپ او یو شمیر نور وسایل اخیستل شوي دي.

د نوموړو ښوونځیو مدیران پر دغه کار خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې دوی اوس مهال د دې سیسټم په مټ ونو، ګلانو او نورو کرل شویو فصلونو او بوټو ته اوبه ورکوي.

د مغلوخیلو د نجونو لېسې یوتن چپړاسي وایي، چې په دې کار سره له ډیزلي ماشین څخه بي غمه شولو. په هغه باندې ډیرمصرف راتلو. نو اوس چې د لمریزې بریښنا سیسټم فعال شو، خدای شته چې سهولت لري، اوبه پرې راباسو او د ښوونځي انګړ پرې اوبه کوو.

د لوګر د پوهنې ریاست په سویډن کې میشت له ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له نورو ښوونځیو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

Waten i Skola 1 380Waten i Skola 2 380Waten i Skola 3 380Waten i Skola 4 380Waten i Skola 5 380

 

ښاغلۍ الحاج سلیم عابد پيمان ته د لوګر د والی لخوا ستاینلیک هم ورکړشو.

15215802 670738319764040 573839147 o

محمد شاهپورعرب

دلوګرد پوهنې ریاست ویاند