دپښتنو د توکم بيل بيل نومونه
(پښتون - افغان - سليماني - روه اوپټا ن )
پښتا نۀ : دپښتنوموجوده ټولنه زماپه خيا ل د اوږدو پيړيوپه بهير کى عموماً لۀ دريو توک څخه جوړه شوى ده چى ډيرستريې سليمان بل يې ساک او دريم يې ډير کوچنى عبراني دى .
د دغې ټولنى وګړي د زمان او مکان دبيلوبيلوشرايطو په رڼاکى دافغا ن ، سليما ني ، روهي ، پټا ن اوپښتون په نا مۀ هم يا دشوي اويا ديږي . دوي غا لباً ځا ن دپښتون په نامۀ پيژني . دا هماغه نوم دى چى ديونا ني لرغون مؤرخينوپه تاريخي يا دونوکى په لږ څۀ تغيرسره زيا ت راغلى دى .
دتاريخ پلار هيرودوت په ( ق ، م ) څلورمه پيړۍ کى د (پختويس - paxtues ) يا ( پکتويس ) يا پکتي نوم او دهغوي سيمى پکتيکا ( paktika ) يا پختيخا (paxtixa ) په نوم يا دوي چى لومړي دواړه نومونه په يونا ني تلفظ دي . دهيرودوت لۀ يونا ني تلفظ او رسم الخط څخه په څرګنده ښکا ري چى هغه د ( پښت ) په نامۀ ديوۀ قوم اود ( پختيخا) په نامۀ دهغوي دټا ټوبي يا دونه کوي .
بطليموس هم ضمناً دهغوي يادونه کوي او د دوي ټا ټوبى يعني ( پختيخا ) د پروبا ميزاد په جنوب کى يا دوي . دى داراکوزيي ( ارغنداؤ دحوزى ) په تعريف کى وايي چى اراکوزي لۀ پروباميزاد څخه ، يعني لۀ هغى لتى څخه جنوب ته چى با يد( پکتين ) يعني دپکتيا يانو خاوره ولټوله شي دپرسوتس (persuetes ) په نامۀ غرجلا کوي .
هيرودوت که څۀ هم دپکتيس ( پښتنو) دهغوي دټا ټوبي ، کا ليو ، دود ښا رونو او د دوي دمشرانوپه باب څولنډى جملى لري ، خوهغه لۀ تا ريخي با ارزښته مفاهيموڅخه ډکى دي او مؤرخينوته دپښتنواو دهغوي د نورو مربوطوخواؤ په برخه کى ښه مطلبونه لري . مثلاً ليکي :
( پکيسا نولۀ پوستکوڅخه کا لي لرل او ليندى او غشي يې دخپلى سيمى په ډول او نمونه ؤؤ مشر يې ارتينت arynt د ايتها متر ithamatr زوى نوميدۀ ) (١)
دهيرودوت په ليکنوکى يوبل ټکى هم دپام وړ دى اوهغه داچى دکسپا تير ( caspatyre) او د( پختيخا ) يا ( پکتيکا) د اوسيدونکورسم او دود د باختر د اوسيدونکورسم او دود ته ورته دى . (٢)
نو دا يقيني ده چى دهيرودوت ( پښت ) دغه پښتون او دد دۀ پښتيخا دپښتنوټا ټوبى ( پښتونخوا) ده چى په جغرافيوي لحاظ نن هم په هماغه سيمه اطلاقيږي ، کومه چى هيرودوت ياده کړى ده چى هغه دسليما ن غرونو لړۍ او دسپين غرۀ (د اويستا ګونا ګيري - سپين غر ) دواړه خوا وى دي .
ماخذ - پښتا نۀ څوک دي ؟ ليکوال سرمحقق دوست شينوارى پيښور چاپ کا ل ١٩٩٨ م (٣٣ -٣٤ -٣٥ مخونه )