د هغې ماشومې او مېرمنې د جنازې مراسم ترسره شول
د لوګر ولايت د مرکز اړوند په عمر اباد سيمه کې د هغې ماشومې او مېرمنې د جنازې مراسم ترسره شول، چې وړمه شپه د پيسو لپاره قتل شوي وو.
چې دغه قاتلين د مقتولې مېرمنې د کورنۍ غړي وو: «ماشومه سومايه نومېده. يو تن چې دوه مېرمنې يې کړې وې، له لومړۍ يې اولاد نه و او له دويمې څخه يې يوازې همدا يوه لور درلوده. يو قاتل وزيرګل د همدې دويمې ښځې ورور دی. دويم قاتل چې وقاص نومېږي د ياد شخص د اولې ښځې وراره دی. وقاص له خپلې عمه څخه په تهديد، وهلو او ټکولو دغه پيسې اخيستې وې.»
معلومات په ډاګه کوي، قاتلينو دغه مېرمن او د هغې ۹ کلنه لور وژلي، ټوټه کړي او بيا يې په يو صندوق کې اچولي وو.
دوی د ۲۰۰ زره افغانيو او ۴ زره ډالرو د غلا لپاره دوه انسانان ووژل..د قربانیانو کورنۍ د دې دردناکې پېښې د عاملینو لپاره د سختې سزا غوښتنه کړې ده.