د افغانستان د دفاع وزارت په وینا
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د هوایي امنیتي ځواکونو تمرینات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.
وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برخه کې هڅې زیاتې شوې او د جلبوجذب لپاره هم زمینه برابریږي، ترڅو افغانستان په راتلونکي کې د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شي چې پیاوړی او فعال هوایي ځواک لري او د هېواد له خاورې څخه په مېړانه دفاع کولی شي.