Home خانه

د لوګر په سید حبیب الله سیمه کې نالوستو میرمنو ته د لیک لوست د زده کړې مرکز جوړ شو

خبرپاڼه یکشنبه ، اسد ۲۶ مه 

said habibullah center logar 200 د لوګرد مرکز پل علم اړوند د سید حبیب الله د کلي نالوستونو میرمنو ته د لیک لوست د زده کړې نهه میاشتنۍ کورس پرانیستل شو. 
د نوموړي سیمې د نالوستونو میرمنو لپاره د لیک لوست د زده کړې په نوم دغه مرکز د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست د آمریت لخوا د نوموړي کلي په یوه کور کې جوړشو، چې شاوخوا ۵۰ تنه نالوستي میرمنې په کې برخه لري.

د بې سوادۍ د له منځه وړلو په دې کورس کې به دغو میرمنو ته د نهو میاشتو په موده کې د لیک لوست د زده کړې په برخه کې روزنه ورکړل شي. 
د سید حبیب الله د کلي اوسیدونکو د پوهنې ریاست له منسوبینو څخه مننه وکړه، چې د دوی نالوستومیرمنو ته یې د لیک لوست د زده کړې زمینه برابره کړه. 
دا مهال په ټول لوګرکې د نالوستوکسانو لپاره د سواد زده کړې ۱۶۵ فعال مرکزونه شته او شاوخوا ۲۸۶۷ تنه ښځینه او نارینه نالوستي کسان پکې په زده کړو بوخت دي. 
د یادونې وړده ، چې تر دې مخکې هم د لوګرد ښځو چارو په ریاست کې د نالوستومیرمنو لپاره د لیک لوست د زده کړې یو مرکز پرانیستل شوی وه.

په درنښت
 د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند اومطبوعاتودفتر

ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴