د آزادۍ په وياړ
ليکنه: شېرمحمدامیني ستانکزی
آزادي د الله تعالی هغه ستر نعمت دی، چې خپلو بندهګانو ته یې ورپه برخه کړی دی. دا الهي پیرزوینه انسان ته عزت، سوکالي او د کرامت ژوند وربښي.
په رښتیا هم آزادي د انسان د فطرت یوه غوښتنه ده، چې پرته له هغې ژوند نیمګړی، تنګ او له کړاوونو ډک وي.
زموږ ګران هېواد له شلو کلونو جګړو، وینو، دردونو او قربانیو وروسته نن الحمدلله د آزادۍ د لمرینې ورځې ښکلاوې تجربه کوي. دا هغه ورځ ده، چې د افغان ولس د بېسارو قربانیو او سرښندنو له برکته هېواد ته امن او خوښي په برخه شوه او نن ټول هېوادوال د آزادۍ له خوندونو برخمن دي.
نن د پرتمینې آزادۍ څلورمه کلیزه لمانځل کېږي. په دې څلورو کلونو کې زموږ هېواد د بیا رغونې، پرمختګ، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات پر لور اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. افغان ولس اوس خپلې چارې په بشپړ امن چاپېریال کې پر مخ وړي؛ سوداګر، پانګوال او د هېواد د آبادۍ مینان خپلې شتمنۍ د وطن د رغونې او سمسورتیا لپاره مصرفوي او په پایله کې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینې برابرې شوي دي.
دا ټول بدلونونه د آزادۍ له برکته رامنځته شوي دي. موږ ویاړو، د داسې آزادۍ خاوندان یو، چې د سلګونو زرو بې ګناه افغانانو د وینو تويېدو مخنیوی یې وکړ.
دا، داسې آزادي ده، چې زموږ ډېرې میندې له کونډېدو، ماشومان له یتیمېدو او ښځې له بورېدو څخه وژغورل شوې.
له آزادۍ وړاندې، زموږ د وطن فضا له غږیزو ککړتیاوو ډکه وه؛ د بېلابېلو الوتکو له بونګنو نېولې بیا تر بي-۵۲ او نورو جنګي طیارو، چې د بمونو غږونو به د خلکو آرامتیاوې په وېرې او وحشت بدلولې. خو نن ورځ د هېواد فضا د سپینو کوترو او رنګارنګ مرغانو او له خوږو نغمو ډکه شوې ده.
هغه ورځې مو لا هېرې نه دي، چې سهار به مو له خوبه د جنازو د اعلانونو له امله سترګې خلاصولې؛ هره ورځ به په جوماتونو کې د دوو تر درېوو کسانو د جنازې اعلان اورېدل کېده. د شپې له خوا به د ټوپکو کرغېړنو غږونو د خلکو خوب نا آراماوه.
خو نن ورځ شکر دی، دا هر څه له منځه تللي دي. دا د آزادۍ، سولې او یوه با ثباته اسلامي نظام برکت دی، چې نن یې ثمره په سترګو وینو.
نو آزادي یوه الهي ډالۍ ده، چې ارزښت یې باید وپېژنو.
آزادي موږ ته د ژوند، کار، زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړې ده.
د آزادۍ خوندور نعمت باید وساتو او په دې وویاړو او د ساتنې لپاره یې هڅې وکړو. همدا آزادي ده، چې موږ ته يې د آرام ژوند دروازې پرانيستې او دا د هر افغان ملي او ایماني مسئولیت دی، چې د آزاد، خپلواک او سوکاله افغانستان د لا پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
تل دې وي زموږ ویاړلې آزادي!