Home خانه

هندي انجنیران د ځانګړو عملیاتو په پایله کې راخوشي شول

ملي امنیت :

logar police 200د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، هغه درې هندي انجینران یې د طالبانو له منګولو ژغورلي، چې د روان زمري پر ۲۲ د لوګر-کابل پر لویه لاره طالبانو تښتولي وو. د ملي امنیت ادارې له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دغو هندي انجنیرانو د او اې اېس آی اېس په نامه له یوه شرکت سره کار کاوه.

ملي امنیت وايي، دغه کسان کابل ته له لوګره پر لاره د تنګي واغجان په سیمه کې طالبانو تښتولي وو، چې په وینا یې غوښتل یې چې د میدان وردګو ولایت له لارې یې د پاکستان کوټې ښار ته ولېږدوي.

 

د افغانستان څارګره اداره وايي، کله چې دوی ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شول، کشفي شبکې یې د زمري پر ۲۴ د لوګر ولایت بابوس سیمه کې ځانګړي عملیات وکړل، چې په پایله کې هندي انجنیران د طالبانو له منګولو راخلاص شول.

سرچینه وايي، د دغو هندي انجنیرانو د تښتونې پېښه کې یو کس د لاس لرلو په تور نیول شوی.

ملي امنیت وايي، ټول هغه بهرنیان چې پر لویو لارو سفر کوي، باید د اړوندو ولایتونو امنیتي چارواکي په جریان کې واچوي.

ملي امنیت د ژغورل شویو انجنیرانو نومونه (انیوني ګنګادر، کورمایوسفر او بدوګنګادر) ښودلي دي.

د ۲۰۱۳ اپریل کې طالبانو په لوګر ولایت کې د یوې کلېکاږل چورلکې تر بېړنۍ ناستې وروسته د الوتکې ټوله عمله برمته کړې وه، چې په دغه کسانو کې اته ترکان، دوه روسان او یو افغان شامل وو.