Home خانه

د ملي امنیت ریاست مؤظفینو په لوګر ولایت کې جنګي مهمات لاسته راوړل

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر

amniati s 200د لوګر ولایت د ملي امینت ریاست مؤظفینو نن دزمري په ۲۲ مه دبابوس الوزیوپه سیمه کې ددي ریاست دکشفي راپورپه اساس  یواندازه سپکې او درندې  وسلې او مهمات او یو عراده سراچه ډوله موټر لاسته راوړي دي.

 

amniati s 380

دملي امنیت دباوري سرچینې درپوټ له مخې: په دغه مهماتوکې یومیل۷ ملي متري توپ ، یومیل پیکا، یومیل ګرینکوپ، یوقبضه چرکي هاوان، دراکیت یوفیر مرمۍ، یو حلقه مقناطسي ماین اویوحلقه جوړشوی لاسي ماین شامل دي.. په خبر کې راغلي؛ چې ددې پیښې عاملین په تښته بریالي شویدي اوقضیه دڅیړنې اوکنترول لاندې دی. دویلو وړدی، چې دغه مهمات په یوعراده سراچه ډوله موټرکې په ډیر مهارت  سره دشنو وښولاندې ځای پرځای شوي ؤ.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر