Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي لمریز کال کې ۱۲ ښوونځي جوړوي

د لوګر د پوهنې ریاست په راتلونکي لمریز کال کې ۱۲ ښوونځي جوړوي

د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۸ مه ، سلواغې ۳۰ مه

IMG 20240219 WA0004 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۲ ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو لپاره معیاري ودانۍ جوړوي.

یاد ښوونځي د دغه ریاست د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو،وړاندیزونو او هلو ځلو وروسته د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)په مالي لګښت جوړېږي.

د دغو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې به په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې عملاً پیل شي، چې د ودانیو په جوړولو سره به یې شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې ریاست د را روان لمریز کال لپاره ګڼو دیني مدرسو او ښوونځیو ته د معیاري ودانیو جوړولو او ترمیمولو پروژې په پام کې نیولي دي چې د بودېجې په منظورولو سره به یې کارونه پیل شي.