Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د خپل عملیاتي پلان په مټ د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

د لوګر د پوهنې ریاست د خپل عملیاتي پلان په مټ د ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
دوشنبه، شعبان المعظم ۸ مه ، سلواغې ۳۰ مه

IMG 20240219 WA0000 400د لوګر د پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د خپل عملیاتي پلان له لارې د ترسره شویو کارونو د ارزونې په موخه غونډه جوړه کړه.

دا غونډه چې د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ د تضمین کیفیت آمریت له خوا جوړه شوې وه پکې د دغه ریاست مرستیالانو او عمومي مدیرانو برخه اخیستې وه.

IMG 20240219 WA0001 400په دې غونډه کې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل له میاشتې څخه نیولې تر جدي میاشتې پورې د عملیاتي پلان پلي شوي کارونه تشریح او د دغه پلان په مټ تطبیق شوي کارونه مثبت او له لاسته راوړنو ډک وارزول شول.

IMG 20240219 WA0002 400د غونډې په پای کې د غونډې ګډون والو د تطبیق شوي عملیاتي پلان په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د پوهنې رئیس د یاد شوي عملیاتي پلان د ښه پلي کېدو له امله د خپلو مرستیالانو او کارکوونکو هڅې وستایلې.