Home خانه

د لوګر د مهاجرینو په ښارګوټي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د لوګر د مهاجرینو په ښارګوټي کې یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۳ مه ، سلواغې ۲۵ مه

IMG 20240214 WA0007 400د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د مهاجرینو په ښارګوټي کې د صلاح الدین ایوبي په نوم یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

یاد ښوونځی د پوهنې ریاست او د پل علم د پوهنې آمریت د هلو ځلو په ترڅ کې د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.

دغه ښوونځی به په راتلونکي نوي تعلیمي کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي، چې په پرانیستلو سره به یې شاوخوا ۵۰۰ ګډوالو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د مهاجرینو ښارګوټي اوسېدونکو ته د یاد ښوونځي د تاسیسېدو مبارکي وایي او د دغه ښارګوټي له اوسېدونکو څخه په دغه نوي تاسیس شوي ښوونځي کې د ماشومانو شاملولو غوښتنه کوي.

د یادونې وړده ،چې د لوګر د مهاجرینو په ښارګوټي کې د پوهنې ریاست یوه بله لېسه او یو منځنی ښوونځی هم لري .