Home خانه

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
چهارشنبه، شعبان المعظم ۳ مه ، سلواغې ۲۵ مه

IMG 20240214 WA0000 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۲۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو د ۱۵۰ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د مسلکي او علمي کچې لوړولو په موخه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو او د ښوونکو د روزنې آمر حاجي ابراهیم حمدي، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیر قاري محمد یعقوب اورمړ، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي او د ورکشاپ ګډون والو برخه درلوده.

IMG 20240214 WA0001 400دا روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا جوړ شوی چې موخه یې د ښوونکو د مسلکي او علمي کچې لوړول او هم د نوي ښوونیز کال د درسونو پیلېدو ته چمتوالی نیول دي.

IMG 20240214 WA0002 400په دې روزنیز پروګرام کې د هلکانو او نجونو د ۲۵ لېسو او منځنیو ښوونځیو ۹۰ تنو نارینه او ۶۰ تنو ښځینه ښوونکو برخه اخیستې ده چې ټول د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو ښوونکي دي.

IMG 20240214 WA0003 400

IMG 20240214 WA0004 400په یاد روزنیز پروګرام کې ښوونکو ته د رشتې مطابق د نوموړو مضمونونو د تدریس او تجربو په اړه د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له خوا نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.

IMG 20240214 WA0005 400د یادونې وړده چې تر دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت د برکي برک ولسوالۍ ۱۸۰ ښوونکو ته ورته روزنیز پروګرام جوړ کړی وو.

IMG 20240214 WA0006 400