Home خانه

د پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ ورغول شوه

د پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ ورغول شوه

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، شعبان المعظم ۲ مه ، سلواغې ۲۴ مه

IMG 20240213 WA0004 400د لوګر ولایت مرکز پل علم د پوهنې آمریت ودانۍ تر بیا رغول کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

یاده ودانۍ چې د کوچیانو په لېسه کې موقعیت لري د پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې وزارت پر بودجې بیا رغول شوې ده.

رغول شوې ودانۍ ۳ کاري دفترونه او نور د اړتیا وړ نور محلقات لري، چې په بیا رغولو سره یې د پل علم د پوهنې آمریت کارکوونکو ته خوندي او لازم کاري چاپېریال برابر شو.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د پل علم د پوهنې آمریت د لوګر د پوهنې ریاست په دننه کې شتون او فعالیت لري.