Home خانه

لوګر کې ۱۳۷۰ کسانو ته د سواد زده کړې ورکړل شوې

لوګر کې ۱۳۷۰ کسانو ته د سواد زده کړې ورکړل شوې

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رجب المرجب ۳۰ مه ، سلواغې ۲۲ مه

IMG 20240211 WA0003 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې پروګرام له لارې ۱۳۷۰ تنه نارینه او ښځینه د سواد له نعمت څخه برخمن شول.

یادو کسانو ته د نهو میاشتو په موده کې د سواد زده کړې په جوړ شویو ۷۴ کورسونو کې د سواد زده کړې ورکول شوې دي چې په کې ۷۱۴ تنه نارینه او ۶۵۶ تنه ښځینه شامل دي.

دغو لوستي شویو کسانو ته د درېیم ټولګي معادل اسناد هم ورکړل شوي دي چې دوی خپل ځانونه د زده کړو د دوام په موخه په ښوونځیو کې هم شاملولی شي.

IMG 20240211 WA0004 400

دا په داسې حال کې ده،چې د لوګر د پوهنې ریاست تېره اوونۍ هم کې ۱۰۲۴ نور کسان د سواد زده کړې له کورسونو څخه فارغ کړي دي