Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ورکړل شوي دیني درسونه ډېر اغیزناک تمام شوي

د لوګر د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ورکړل شوي دیني درسونه ډېر اغیزناک تمام شوي

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
یکشنبه، رجب المرجب ۳۰ مه ، سلواغې ۲۲ مه

IMG 20240211 WA0000 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد څانګې له لوري ورکړل شوي دیني درسونه خورا مؤثر تمام شوي دي.

دا دیني درسونه د تېرو دوو کلونو راپدېخوا د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هدایت له مخې د کارکوونکو د دیني پوهې لوړولو په موخه پیل شوي دي.

دغه درسونه په اوونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د ښاغلي مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا له خوا چې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر او هم د دعوت او ارشاد څانګې مسوول دی د دیرشو دقیقو لپاره ورکول کېږي.

IMG 20240211 WA0001 400په دغو درسونو کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي مسایل تدریسېږي چې د همدغو دیني درسونو له لارې د پوهنې ریاست کارکوونکو ډېر اصلاحي او عقیدتي مسایل هم زده کړي دي.

IMG 20240211 WA0002 400