Home خانه

په لوګر کې له زرو زیات کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شول

په لوګر کې له زرو زیات کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شول

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، رجب المرجب ۲۵ مه ، سلواغې ۱۷ مه

IMG 20240206 WA0005 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ۷۰ کورسونو له لارې ۱۰۲۴ تنه فارغ او د علم له ستر نعمت څخه برخمن شول.

د سواد زده کړې دا کورسونه د دغه ریاست د سواد زده کړې مدیریت په چوکاټ کې د (يونسکو) په مالي مرسته د ( HHOA) موسسې له لارې جوړ شوي وو.

IMG 20240206 WA0006 400فارغ شوي کسان چې د ١٤ او ۳۵ کلونو تر منځ عمرونه لري د نهو میاشتو په موده کې د سواد زده کړې پروګرام له لارې باسواده او ټولو ته د درېیم ټولګي معادل اسناد هم ورکړل شوي دي.