Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست خپلو اړوندو ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي توکو انتقال پیل کړ

د لوګرد پوهنې ریاست خپلواړوندو ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي توکوانتقال پیل کړ

پل علم
د خپرونو او اطلاع رسولو مدیریت
سې شنبه، رجب المرجب ۲۵ مه ، سلواغې ۱۷ مه

IMG 20240206 WA0003 400د لوګر ولایت د پوهنې ریاست خپلو ۲۷۶ ښوونځیو ته د درسي کتابونو او درسي موادو د انتقال او وېش بهیر پیل کړ.

یاد درسي کتابونه او درسي مواد څه موده مخکې د پوهنې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ترانسپورتي مالي ملاتړ د مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته انتقال شوي چې په دوو اوونیو کې به ټولو ښوونځي ته ورسول شي.

۲۷۶ ښوونځیو ته په انتقالېدونکو کتابونو کې ۳۲۳۴۸۰ ټوکه نوي درسي کتابونه ، ۲۶۲ کیټه د ښوونځيو تخنیکي وسایل ،۲۹۹ کیټه د ښوونکو درسي توکي، ۲۷۳۵ کیټه د زده کوونکو درسي توکي او ۶۲ کیټه د زده کوونکو سپورټي لوازم شامل دي.

IMG 20240206 WA0004 400درسي کتابونه د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست ، درسي ، تخنیکي او سپورټي توکي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" له خوا برابر شوي چې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم به پر ۱۱۹۶ ښوونکو او ۵۴۷۰۰ زده کوونکو ووېشل شي.