Home خانه

په لوګرکې دمورپه شیدو دماشومانو دتغذیې نړیواله اونۍ ولمانځل شوه

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر

logar s 1 200 د مور په شیدو د ماشومانو د تغذیې نړیواله اونۍ په لوګر کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې نن د زمري په ۲۲ مه ولمانځل شوه، په دې لمانځغونډه کې د لوګر والي مرستیال فیض محمد میرزا زاده، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد ظریف نایبخیل، د (C.AF) موسسې مشر ډاکټر منګل، د نایب امین الله خان لوګر  روغتیايي مرکز رئیس ډاکټر عاشق الله، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدشفیق پوپل، ژورنالیستانو، ښځینه وو او یو شمیر نارینه وو ګډون کړي ؤ.

ډاکټر محمد ظریف نایب خیل د غونډې پرانستونکی وینا د عامې روغتیا د وزیرې ډاکټر ثریا دلیل پیغام په لوستلو پیل کړ.

نایب خیل دلوګرولایت په روغتیايي څرنګوالې او دمورپه شیدو دماشومانو دتغذيې په اړه خبرې اوګډونوالوته معلومات ورکړل، زیاته يي کړه، چې دمورشیدې دماشوم لپاره دذهني پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، چې باید یو ماشوم ته تر دوکلنۍ پورې دمورشیدې ورکړل شي. بیا دلوګرمرستیال والي فیض محمد میرزا زاده ددغې اونۍ دلمانځلو په ویاړ ګډونوالوته خبرې وکړې، دلوګرمیندې وهڅولې ؛ چې دپوډري شیدو پرځای د ماشومانوته دمور شیدې ورکړل شي.

logar s 1 380logar s 2 380

همدارنګه دټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه، چې دموردشیدو په اړه د داسې پروګرامونه په لار واچول شي، ترڅومیندې وکولای شي خپل ماشومانوته دمورشیدې ورکړي. ورپسې دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ رئیس محمدشفیق پوپل او د(C.AF) موسسې مشر ډاکټرمنګل  دمورپه شیدو  دماشموامانودتغذيې نړیوالې  ورځ او ماشومانو ته دمورشیدوپه ګټو او څرنګوالې خبرې وکړې، چې دراتلونکوماشومانولپاره څه اغیزې او رول لري معلومات ورکړل.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر