Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو کمپیوټر ترمیم شو

د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو کمپیوټر ترمیم شو.

محمد شاه پور عرب
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو او اطلاع
رسونې مسؤل

IMG 0683 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر د تېرو شلو کلونو د آرشیف کمپیوټر ترمیم شو.
نوموړی کمپیوټر د پوهنې ریاست په غوښتنه د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان د ۸۸۰۰ افغانیو په شخصي لګښت په اساسي ډول ترمیم شوی دی.
د یاد کمپیوټر د سکرین(ښېښې) په ګډون شپږ برخې د برېښنا شارټۍ له امله څه مخکې سوځول شوې وې، چې ترمیمولو ته یې کلکه اړتیا لرله.

IMG 0686 400

د دغه کمپیوټر په ترمیمولو سره د تېرو شلو کلونو آرشیف د له منځه تلو څخه وژغورل شو او هم یې مطبوعاتي چارې لکه د پخوا په څېر روانې دي.