Home خانه

د لوګر څوارلسو لېسو ته د لابرتوار وسایل ورکړل شول

د لوګر څوارلسو لېسو ته د لابرتوار وسایل ورکړل شول.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۵ مه

IMG 20230604 WA0003 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له خوا څوارلسو لېسو ته د فزیک او ریاضي مضمونونو د لابراتوار وسایل ووېشل شول.

یاد وسایل د ساینس ، ښوونیزې ټیکنالوجۍ او د لابراتوارونو مرکز له خوا برابر شوي وو، چې په ټوله کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغانۍ ارزښت لري.

IMG 20230604 WA0004 400

هر ښوونځي ته څوارلس قلمه د فزیک او څوارلس قلمه د ریاضي مضمونونو د لابراتوار اړین وسایل ورکړل شول، چې په عملي زده کړو کې به ترې کار واخیستل شي.