Home خانه

لوګر ته د ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه راورسېدل

لوګر ته د ښوونیز نصاب ۹۸ زره ټوکه کتابونه راورسېدل.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۳ مه

IMG 20230603 WA0008 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د ښوونیز نصاب ۹۸ زره نوي چاپ شوي درسي کتابونه په خیر را ورسېدل.

یاد کتابونه د پوهنې ریاست د مسوولینو د هڅو او غوښتنو په پایله کې د پوهنې وزارت رالېږلي، چې له لومړي تر دوولسم ټولګي د ښوونیز نصاب د ۵۴ مضمونونو کتابونه په کې شامل دي او ډېر ژر به پر زده‌كوونكو ووېشل شي.

IMG 20230603 WA0007 400

تر دې مخکې هم د لوګر د پوهنې ریاست ته د پوهنې وزارت ۲ لکه او ۳۸۱۹ ټوکه نوي درسي کتابونه رارسېدلي او په نږدې راتلونکي کې به ۲ لکه او ۳۰ زره نور درسي کتابونه هم را ورسېږي٠

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو هڅې پیل کړي څو په خپلو ټولو ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره کړي.