Home خانه

د لوګر د دوو ښوونځیو زده کوونکو ځانونو ته د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي

د لوګر د دوو ښوونځیو زده کوونکو ځانونو ته د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، ذوالقعدې ۱۴ مه، جوزا ۱۳ مه

IMG 20230603 WA0000 400

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د رضا خیلو د هلکانو او محمد خیلو د نجونو ښوونځیو زده کوونکو د خپلو ځانونو لپاره د ښوونځي ځانګړي کالي ګنډلي دي.
د نوموړو ښوونځیو زده کوونکو یاد کار د پوهنې آمریت له لارښوونې وروسته ، ښوونځیو ته په رنګارنګ جامو د زده کوونکو د راتلو د مخنیوي په موخه کړی دی.

IMG 20230603 WA0001 400

د دغو ښوونځیو زده کوونکي وایي، چې تر دې مخکې په رنګارنګ جامو ښوونځیو ته راتلل او اوس په مناسب او شرعي لباس خپلو درسونو ته حاضریږي.

IMG 20230603 WA0002 400

د پوهنې وزارت د هلکانو او نجونو زده کوونکو لپاره د جامو لایحه جوړه کړې او د نظر پوښتنې لپاره یې اړوندو ریاستونو ته استولې ده.

IMG 20230603 WA0003 400

د یادې لایحې تر تصویب وروسته به د لوګر د پوهنې په ټولو ښوونیزو مؤسسو کې د زده کوونکو د جامو لایحه تطبیق شي.

IMG 20230603 WA0004 400

د یادونې وړده، چې د ازرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد ولي منصور د یادو ښوونځیو د زده کوونکو د ښوونځي جامو ګنډلو نوښت ستایلی او په دې پار یې ښوونکي او زده کوونکي په ستاینلیکونو نازولي دي.

IMG 20230603 WA0005 400

IMG 20230603 WA0006 400