Home خانه

لوګر کې د برېښنا شارټۍ له امله یو کور سوځېدلی

لوګر کې د برېښنا شارټۍ له امله یو کور سوځېدلی.

IMG 20230602 WA0004 400

د لوګر ولایت په مرکز پل علم د هوني سفلی د وزیر کلا په کلي کې د برېښنا شارټي یو کور په بشپړ ډول سوځولی دی.

د سوځول شوي کور څښتن حاجي ملا عبدالودود ملي پیوند راډیو ته وویل، چې په کور کې یې د جمعې په سهار شاوخوا ۸ بجې د برېښنا شارټي ېښه رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یې کور او د کور ټول توکي په بشپړ سوځېدلي او هېڅ شی ورته پاتې نه دي.

IMG 20230602 WA0005 400

نوموړي وویل، چې تر اور لګېدنې وروسته د امینې قوماندانۍ اطفائیه او کلیوال کور ته ورغلي او اور یې مهار کړی دی.

IMG 20230602 WA0006 400

د سوځول شوي کور څښتن له حکومت او مرستندویه موسسو څخه د مرستې غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د ژوند ټوله خواري یې د اور خوراک شوه او د ژوند تېرولو لپاره هېڅ امکانات په لاس کې نه لري.

IMG 20230602 WA0007 400