Home خانه

د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د لوګر د ازرې ولسوالۍ د پوهنې وضعیت وارزاوه

د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د لوګر د ازرې ولسوالۍ د پوهنې وضعیت وارزاوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، دوالقعدې ۵ مه، جوزا ۴ مه

IMG 20230525 WA0000 400

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ښاغلي مولوي سخاء الله سعید د لوګر د ازرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د پوهنې وضعیت یې له نږدې وارزاوه.

نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ مازدیګر مهال د ښوونیز بهیر د ارزولو ، د خلکو د ستونزو اورېدو او هم پر ځینو خصوصي دیني مدرسو د نغدي مرستو وېشلو په موخه دغې ولسوالۍ ته رسمي سفر کړی دی.

IMG 20230525 WA0001 400

هغه په دې سفر کې د ازرې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو سره لیده کاته کړي، ځینې دیني مدرسې او ښوونځي یې له نږدې کتلي ، د پوهنې په برخه کې یې د خلکو IMG 20230525 WA0002 400

ستونزې، غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه اورېدلي او هم یې پر ۷ خصوصي دیني مدرسو نغدي مرستې وېشلي دي.

IMG 20230525 WA0003 400

د پوهنې وزارت دغه لوړ پوړی پلاوی ، پنځه ورځې مخکې د پوهنې د عمومي وضعیت ارزولو لپاره لوګر ته راغلی ، چې پاتې ولسوالیو ته به هم ورته سفرونه وکړي.

IMG 20230525 WA0004 400

دا لومړی ځل دی، چې لوګر ته د پوهنې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی اوږد سفر کوي، ولسوالۍ په ولسوالۍ، کلی په کلی ، مدرسه په مدرسه او ښوونځی په ښوونځی ګرځي ، په مخامخ توګه له خلکو سره لیدته کاته کوي او د دوی مشورې، غوښتنې او ستونزې اوري.IMG 20230525 WA0005 400

IMG 20230525 WA0006 400