Home خانه

د پوهنې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د لوګر د خلکو پوهنېزې غوښتنې او ستونزې څیړي

د پوهنې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د لوګر د خلکو پوهنېزې غوښتنې او ستونزې څیړي.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، دوالقعدې ۴ مه، جوزا ۳ مه

IMG 20230524 WA0000 400

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ښاغلی مولوي سخاء الله سعید لوګر ته راغلی او په ښوونیز ډګر کې د خلکو غوښتنې او ستونزې څیړي.

نوموړی له څلورو ورځو راپدېخوا د پوهنې وزارت د مقام په لارښوونه لوګر ته را ستون شوی ، ولسوالۍ په ولسوالۍ،کلی په کلی ګرځي ، له دیني عالمانو ، قومي مشرانو او عامو خلکو سره لیده کاته کوي.

د پوهنې وزارت یاد راغلی لوړ پوړی پلاوی په مخامخ ډول له دیني عالمانو ، قومي مشرانو او عامو خلکو سره لیدنې او کتنې کوي او د پوهنې په ډګرکې د هغوی غوښتنې،ستونزې او وړاندیزونه اوري.

هغه له ځانه سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د هدایت له مخې ، ۱۴۷ لیلیې لرونکو خصوصي دیني مدرسو ته پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم راوړې ده، چې په خپل لاس یې په مستحقو دیني مدرسو وېشي.