Home خانه

د لوګر په ټولو ۳۵۴ تعلیمي نهادونو کې د زده کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

د لوګر په ټولو ۳۵۴ تعلیمي نهادونو کې د زده کوونکو سرشمېرنه پیل شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، ذوالقعدې ۳ مه، جوزا ۲ مه

IMG 20230523 WA0004 400

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په خپلو اړوندو ۳۵۴ حکومتي او خصوصي تعلیمي نهادونو کې د زده کوونکو د سرشمېرنې پروسه پیل کړه.

د یادې پروسې د پیل په مراسمو کې، چې د پوهنې ریاست د مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز په ګډون د پلان او راپور ورکولو مدیر محمد جمیل قبادي او د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د نظارت آمرانو پکې برخه اخیستې وه.

دغه پروسه د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې ، د پوهنې ریاست د پلان او راپور ورکولو مدیریت له خوا پیل شوه، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.

IMG 20230523 WA0006 400

د زده کوونکو د سرشمېرنې لپاره د پوهنې وزارت ځانګړي چاپ شوي فورمې رالېږلي، چې له مخې به یې په ټولو حکومتي او خصوصي تعلیمي نهادونو کې په بریالیتوب ترسره شي.

د دغه بهیر له لارې به د ۳۵۴ حکومتي او خصوصي تعلیمي نهادونو د زده کوونکو دقیقه او ټولشموله سرشمېرنه ترسره شي او هم یې د تعلیمي تجهیزاتو په هکله دقیق معلومات راټولیږي.