Home خانه

په لوګر کې د نجونو یوه ښوونځي له زده کوونکو سره مرسته وشوه

په لوګر کې د نجونو یوه ښوونځي له زده کوونکو سره مرسته وشوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، ذوالقعدې ۳ مه، جوزا ۲ مه

IMG 20230523 WA0001 400

د لوګر مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو د نجونو منځني ښوونځي له ۲۱۰ زده کوونکو سره د ښوونځي جامو، حجابو، درسي توکو او بوټانو مرسته وشوه.

دغه مرسته په کاناډا کې مېشت د پوهنې د یوه تن مینه وال انجینر محراب الدین احمد یار له خوا شوې ده، چې شاوخوا ۱۲۴ زره افغانۍ ارزښت لري.

IMG 20230523 WA0000 400

په دې مرسته کې هرې زده کوونکې ته یوه جوړه د ښوونځي شرعي جامې او حجاب،۵ ټوکه کتابچې، یو قلم، یو پنسل، یو پنسل تراش، یو پنسل پاک او یوه جوړه بوټان ورکړل شوې دي.

IMG 20230523 WA0002 400

د لوګر مرکز پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري د یادې مرستې د وېش پر مهال د انجینر محراب الدین احمد یار له مرستو څخه ځانګړې مننه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

IMG 20230523 WA0003 400

د یادونې وړده، چې په تېرو کلونو کې هم د نوموړي ښوونځي له زده کوونکو سره یاد کس د ښوونځي جامو او قرطاسیې مرستې کړې دي.