Home خانه

د لوګر ۱۴۰ اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانې د هڅونې او لاس رسي په موخه ورکشاپ پیل شو

د لوګر ۱۴۰ اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانې د هڅونې او لاس رسي په موخه ورکشاپ پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، شوال ۱۲ مه، ثور ۱۲ مه

IMG 20230502 WA0005 400

د لوګر ولایت ۱۴۰ تنو اوسېدونکو لپاره زده کړو ته د ماشومانو د هڅونې او لاس رسي په موخه د عامه پوهاوي درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستنې په مراسمو کې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري او له خطر سره مخ ماشومانو نړېوالې موسسې ولایتي مسوول سعدالله فطرت برخه اخیستې وه .

IMG 20230502 WA0004 400

دغه روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست په بشپړې همغږۍ له خطر سره مخ ماشومانو نړېوالې موسسې په لاره اچولی دی ،چې ګډون کوونکي یې هم دیني عالمان،قومي مشران او ځوانان دي.

IMG 20230502 WA0006 400

د دغه روزنیز پروګرام ګډون والو ته ښوونځیو او زده کړو ته د ماشومانو د هڅونې ، له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او لاس رسي د لارو چارو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

IMG 20230502 WA0007 400

په لوګر کې له خطر سره مخ ماشومانو نړېوالې موسسې ۷۰ کلیوالي ټولګي جوړ کړي ، چې د دغو ټولګیو په جوړولو سره شاوخوا ۵ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

IMG 20230502 WA0008 400