Home خانه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
چهارشنبې، شوال ۱۳ مه، ثور ۱۳ مه

IMG 20230502 WA0004 400

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد د نجونو په لېسه کې د نجونو د زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه.

د یادې څانګې د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او په دې ریاست کې د پوهنې وزارت د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدو مسوول مفتي سید ضیاء احمد صارم احمدآغا، د پوهنې آمر مولوي عبدالله محمدي او په دې داراالعلوم کې شامل شویو نجونو برخه اخیستې وه.

IMG 20230502 WA0005 400

دغه څانګه د پوهنې ریاست د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت تر لارښوونې وروسته فعاله شوه، چې تر پرانیستو وروسته په علمي ډول درسونه یې هم پیل شول.

IMG 20230502 WA0006 400

د یادې څانګې په پرانیستو سره له اووم څخه تر لسم ټولګي شاوخوا ۱۲۰ تنو نجونو او د دولسمو ټولګیو نږدې ۱۰۰ تنو فارغو شویو نجونو ته په دریارلسم ټولګي کې د شریعت په چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شوه.

IMG 20230502 WA0007 400

محمدي عالي دارالعلوم ؛ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت کوي او دا یې د نجونو لپاره لومړنۍ څانګه وه چې په محمدآغې ولسوالۍ کې پرانیستل شوه.

IMG 20230502 WA0008 400