Home خانه

په لوګر کې د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې

په لوګر کې د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
دوشنبې، شوال ۱۱ مه، ثور ۱۱ مه

IMG 20230501 WA0014 400

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري له خوا د زیري خصوصي ښوونځي اداري او تدریسي چارې وارزول شوې.

نوموړی نن له غرمې مخکې یاد ښوونځی ته تللی و څو د دغه ښوونځي روان درسي بهیر له نږدې وګوري او هم د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې ، غوښتنې او وړاندیزونه واوري.

IMG 20230501 WA0015 400

هغه په دې کتنه کې د نوموړي ښوونځي درسي بهیر، د زده کړو امکانات ، لابراتوار، کتابتون او نورې برخې وکتلې، د زده کوونکو استعدادونه یې وسپړل او هم یې د دوی پوهنېزې غوښتنې ، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

IMG 20230501 WA0016 400

د پل علم د پوهنې آمر د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ته هر اړخيزې اصلاحي خبرې، لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې ځانونه په نبوي سنتو او اخلاقو برابر کړي.