Home خانه

د لوګر یوه زده کوونکي سیند ته د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د لوګر یوه زده کوونکي سیند ته د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۰ مه، ثور ۱۰ مه

IMG 20230430 WA0003 400

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د رضاخیلو ښوونځي د پنځم ټولګي یو تن زده کوونکی صدیق الله سیند ته د لوېدو له امله په حق رسېدلی دی.

دا زده کوونکی وړمه ورځ د خپلې درملنې په موخه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته تللی و،چې بیا وروسته د چکر پر مهال د جلال آباد سیند ته غورځېدلی دی.

د لوګر د پوهنې رئیس الحاج مولوي جنت ګل عزیز پر یادې غمجنې پېښې ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي ، خدای بخښلي ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.