Home خانه

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی تاسیس شو

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی تاسیس شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شوال ۱۰ مه، ثور ۱۰ مه

IMG 20230430 WA0002 400

د لوګر د خروار ولسوالۍ د هیرګڼه په کلي کې د محمدي په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

یاد ښوونځی د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته تاسیس شوی دی.

د نوموړي ښوونځي په تاسیسولو سره شاوخوا ۳۰۰ هغو ماشومانو ته، چې پخوا یې زده کړو ته لاس رسی نه درلود د زده کړو زمینه برابره شوه.

د لوګر د پوهنې رئیس الحاج مولوي جنت ګل عزیز د یادې سیمې اوسېدونکو ته د ښوونځي د تاسیسېدو مبارکي وایي او ترې په تاسیس شوي ښوونځي کې د ماشومانو د شاملولو غوښتنه کوي.

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دا مهال د یوه خصوصي ښوونځي په ګډون ۱۲ ښوونځي شتون لري، چې په کې د ۵ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.