Home خانه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د نظارت نوی آمر معرفي شو

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته د نظارت نوی آمر معرفي شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۹ مه، ثور ۹ مه

IMG 20230429 WA0005 400

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د پوهنې آمریت لپاره مولوي عنایت الله عادل د نظارت آمر په توګه معرفي شو.

د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام ، د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز مسوول ښوونمل قاري محمد یعقوب اورمړ او د پوهنې آمر عبدالواحد زبیر برخه اخېستې وه.

نوموړی د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ د مخکني آمر جبرائیل حامد پر ځای مقرر شوی دی.

IMG 20230429 WA0006 400

هغه چې د شرعیاتو پوهنځي د فقې او قانون په څانګه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي د پوهنې په برخه کې پراخه تجربه لري.

د یادونې وړده،چې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د نظارت مخکنی آمر جبرائیل حامد نومیده چې ده دا دنده په خپله خوښ د یوې بلې نوې دندې تر نیولو وروسته پرېښې ده.