Home خانه

د پل علم د پوهنې آمریت خپلو اړوندو ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه

د پل علم د پوهنې آمریت خپلو اړوندو ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، شوال ۹ مه، ثور ۹ مه

IMG 20230429 WA0001 400

د لوګر ولایت مرکز پل علم د پوهنې ښاري آمر یت خپلو اړوندو ۹۱ حکومتي او خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

دا غونډه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري، د نظارت آمر انجینر اسدالله عباسي او په پل علم کې د شته د ۹۱ حکومتي او خصوصي ښوونځیو مسوولینو په کې ګډون کړی و.

IMG 20230429 WA0002 400

غونډه د قران کریم په تلاوت پیل شوه، وروسته د پل علم د پوهنې آمر انجینر حبیب نور حیدري د اداري او تدریسي مسایلو په اړه ځینې اړینې څرګندونې وکړې ، د ښوونځیو مسوولین یې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او له هغوی یې وغوښتل،چې خپل مسؤولیتونه دې په سمه توګه ادا کړي.

IMG 20230429 WA0003 400

د پوهنې آمر د خپلو ښوونځیو مسوولینو ته په ښوونځیو کې د تدریس او زده کړو کیفیت د ښه کولو او د زده کوونکو د فکري روزنې سپارښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې باید په ټولو ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ښه والي او د زده کوونکو فکري روزنې ته ډېره پاملرنه وشي.

IMG 20230429 WA0004 400