Home خانه

په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
سې شنبې، رمضان المبارک ۲۷ مه، حمل ۲۹ مه

IMG 20230418 WA0000 400

په لوګر ولایت کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې .

دغه ښوونځي د پوهنې ریاست د مسوولینو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د انجینرۍ مدیریت په تفاهم او همغږۍ د آی. آر. سي موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي.

IMG 20230418 WA0001 400

د بیا رغونې په دې چاره کې به د نوموړو ښوونځيو ودانیو ته نوی رنګ ورکول شي او هم ټولې تخریب شوې برخې به یې بېرته ورغول شي.

IMG 20230418 WA0002 400

د دغو ښوونځيو د ودانیو په بیا رغونې سره به شاوخوا ۳۲ زره زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شي.