Home خانه

د لوګر یوه منځني ښوونځي ؛ لېسې ته ارتقا وکړ

د لوګر یوه منځني ښوونځي ؛ لېسې ته ارتقا وکړ٠

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۲۲ مه، حمل ۲۴ مه

IMG 20230413 WA0001 400

د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د کمال خیلو د هلکانو منځني ښوونځي د لېسې کچې ته ارتقا وکړ.

نوموړی ښوونځی پر ۱۳۷۹ لمریز کال تاسیس شوی، چې په کې د ۶۷۷ په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د لوګر د پوهنې ریاست د یاد ښوونځي پر ارتقا خوښي څرګندوي او د ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو کورنیو ته د ښوونځي د ارتقا مبارکي وایي.

د لوګر د پوهنې ریاست د خپل کاري پلان له مخې ، په روان ١٤٠٢ لمریز ښوونیز کال کې ۶ لومړني ښوونځي د منځني او ۶ منځني ښوونځي د لېسې کچې ته ارتقا ورکوي.