Home خانه

د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو

د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

IMG 20230408 WA0013 400

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو پر ۲۷۵ ښوونځیو د ښوونیز نصاب د نوېو چاپ شوېو درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.

د یاد بهیر د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې سرپرست او تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام او د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست استازو ګډون کړی وو.

IMG 20230408 WA0014 400

دا بهیر د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په لارښوونه پیل شو، چې د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې به ټولو ښوونځیو ته ورسول شي.

IMG 20230408 WA0015 400

د پوهنې وزارت له خوا ؛ لوګر ته ۲ لکه ، ۳ زره او ۸۱۹ ټوکه د ښوونیز نصاب کتابونه را لېږل شوي، چې پر ۲۷۵ ښوونځیو به ووېشل شي.

IMG 20230408 WA0016 400

په نوموړو کتابونو کې له لومړي تر لسم ټولګي په پښتو او دري ژبو د بېلا بېلو مضمونونو نوي چاپ شوي کتابونه شامل دي، چې په وېش سره به یې تر ډېره د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.

IMG 20230408 WA0017 400

د یادونې وړده، چې ډېر ژر به د پوهنې وزارت له خوا لوګر ته ۵ لکه او ۳۸ زره ټوکه نور د ښوونیز نصاب نوي چاپ شوي کتابونه هم را ولېږل شي.