Home خانه

په لوګر کې د نظارت آمرانو او غړو د کاري پلانونو او راپورونو جوړولو د نوې طریقې روزنه تر لاسه کړه

په لوګر کې د نظارت آمرانو او غړو د کاري پلانونو او راپورونو جوړولو د نوې طریقې روزنه تر لاسه کړه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
شنبې، رمضان المبارک ۱۸ مه، حمل ۲۰ مه

IMG 20230408 WA0002 400

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د نظارت آمرانو او غړو ته د میاشتني، ربعوار او کلني پلانونو او راپورونو د جوړولو او لیکلو د نوې طریقې روزنه ورکړل شوه.

دا روزنه د پوهنې ریاست د سمون او همغږۍ آمریت ورکړه، چې موخه یې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو او راپورونو د نوي فارمټ سره د هغوی بلدول وو.

IMG 20230408 WA0003 400

په یاده روزنه کې د نظارت آمرانو او د نظارت غړو ته په عملي ډول د میاشتني، ربعوار او کلني پلانونونو او راپورونو د جوړولو او لیکلو د نوې طریقې عملي روزنه تر لاسه کړه، څو له دې وروسته د نوي فارمټ سره سم خپل پلانونه او راپورونه ترتیب کړي.

IMG 20230408 WA0004 400