Home خانه

د لوګرپه جهادي مدرسه کې د نیالګیو کېنولو حشر وشو

د لوګرپه جهادي مدرسه کې د نیالګیو کېنولو حشر وشو .

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
پنجشنبې، رمضان المبارک ۱۵ مه، حمل ۱۷ مه

IMG 20230406 WA0000 400

د لوګر ولایت د جهادي دیني مدرسې مسوولانو ، استادانو او طالب العلمانو د نیالګیو کېنولو حشر ترسره کړ.

دغه حشر د پوهنې ریاست د مقام په لارښوونه پر لاره اچول شوی و، چې موخه یې د همدې دیني مدرسې چاپېریال شنه کول دي.

IMG 20230406 WA0001 400

په دې حشر کې د جهادي مدرسې مسوولانو، استادانو او طالب العلمانو زیات شمېر نیالګي د مدرسې په انګړ کې کېنولي دي.

IMG 20230406 WA0002 400

د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو ټولو دیني مدرسو او ښوونځیو کې د چاپېریال د شنه کولو په پار د نیالګیو کېنولو عمومي حشر پیل کړی.

IMG 20230406 WA0003 400

د یاد حشر له پیله تر اوسه په ډېرو دیني مدرسو او ښوونځیو کې میوه او غیر میوه لرونکي، ګلان او زینتي نیالګي کېنول شوي دي.