Home خانه

افغانان نور له جنګ نه ستړي شویدي

shermamad satanizay 25شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر

sher m. stanekzai 200دڅولسیزو جنګ اوجګړو وروسته افغانان اوس نه غواړي، چې دغو بدبختیو اوناخوالوته لمن ووهي، ځکه په افغانستان کې دپوهې اوعلم کچه تریواندازې لوړه شوې ده. دپوهې له برکته دافغانستان هر وګړی په دې پوه شویدي، چې دجنګ اوجګړو څخه څه نه جوړیږي، دوی دهیواد جوړنې، رغوونې او ملي پخلاینې لپاره هڅې او کوښښ کوي، ترڅو دغو موخو ته ځانونه ورسوي.

 

د لنډ مهالې حکومت په رامنځ ته کیدواو تردامهاله زیاتره افغانان په دې هڅه کې دي، چې څنګه هیواد د پرمختګ لورې ته ولاړ او دنورو ګاونډ هیوادونو سره ځانونه سیال کړي. خوبیاهم همدا ګاونډیان دي، چې دهیواد په سیاسي چاروکې لاسوهنوته دوام ورکوي، نه غواړي؛ افغانستان دسولې، امن، یوالې اوپرمختګ لورې ته ځان ورسوي. دخپلې ګټې دلاسته راوړولو په موخه دهرډول شومو کړنو او اعمالوته ځانونه رسوي. په ځلاوو، ځلاوو ګاونډهیوادونو په رسنیزو او مخامخوخبروکې خپل ورورګلوي له افغانانوسره په کلکوخبرواعلان کړيدي، خپلو مرستوته هم ژمن پاتي شویدي او مرستې يي کړي دي، چې داهم په څرګند ډول یوڅرګندوی دوستی نه بلکې دښمني ده. آیا دیومسلمان ورور داکار دي، چې دمرستې او دوستي لپاره خپل ورور ووژني او کوريي وران او ویجاړ کړي. په پښتوکې یو معقوله ده؛ چې وايي یوڅه به کوې اویوڅه به پریږدې. نو دلته خبره داده؛ که ګاونډهیوادونه مونږته څه مرستې راکوي دهعو په بدل کې هم زمونږبې ګناه خلک وژني، کوراو هیواد مو ورانوي. ولې؟ دڅه لپاره؟ ځکه چې مونږيی ګاونډیو یاستواومونږ يي سیالان یوو ولې مونږ باندې يي نه لوریږي، چې ددوی سرسیال ووسو. راویښ شئ افغانانو! دخپل خاورې دښمن ته اجازه مه ورکوئ، چې په دې پاکه خاوره ملنډې ووهئ، بي ګناه افغانان ووژني، زمونږهیوادوال شهیدان، یتیمان، کونډې او رنډې کړي. زمونږ غوښتنه له مرکزي دولت څخه داده: چې نن ورځ افغانستان له کومو ناخوالوسره مخامخ دی، باید ددې په اړه جدي پاملرنه وکړئ، دبهرنیو هیوادونو لاسوهنې نور دافغانانو ته دزغملو وړندي باید په اړه يي اقدام وشي. دټاکنو موضوع چې دکوم بن بست سره مخامخ ده، دا زمونږ دملي ګټو لپاره یوه ستره ضایعه ده، چې نباید زمونږ هیوادوال نور داقتصادي، سیاسي او ټولنیزو خلاوو سره مخامخ شي. که چیرته دغه ملي پروسه همداسې پاتې وي او دافغانستان دسرنوشت په ټاکلوکې ځانګړې پام ونه شئ، طبعاٌ بهرني او ګاونډ هیوادونه لاسوهنه يي په افغانستان کې څو برابره زیاتیږي او خدای دی نه کړي افغانستان به بیا هغه تیرو څو لیسزو جنګ اوجګړو باندې بدل شي، کوم چې زمونږ هیواد يي شاهد ؤ. افغان وګړي په دې پوره باور لري، چې دجنګ اوجګړې پرځای دروښانه اوپرمختللې افغانستان دجوړیدولپاره پوهه اوعلم ته زیاته اړتیا شته باید دپوهې او مطالعې لپاره کوښښ وکړو چې په ټولنه کې دمعارف ډیوې د روښانولو کلتور اوفرهنګ ځلانده وساتو، په کلیواو بانډوکې دهر پوه او دسوادخاوند لپاره پکادی چې د علم اوپوهې په اړه تبلیغ په لار واچوي، په هغه ټولنه کې چې دمعرفت ډیوې ندي خورې شوي، باید اړوندې ادارې او مسؤلین ورته دبې سوادي کورسونه دایراو دښوونځیو په جوړولوکې لاس پرکارشي اوهغه ټولنې به دناخوالو اوبدبختیو څخه راووځي او دروښان فکرسره به ګران افغانستان آباد او سمسور کړي. دعلم اوپوهې له برکته ټول کارونه که هغه په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، او نورو برخوکې وي مخ ته ځي او په شته کارونو دیوهیواد ټول وګړي به کارونو بوخت اومصروف وي او نورو بدبختیو ته وخت نه لري، چې خپل کلتورکې يې شامل کړي، لکه دیرش کاله مخکې افغانستان دیو جنګي کلتور په ډګربدل شوی ؤ، چې الحمدالله اوس زمونږهیوادوال دپوهې څخه برخمن شوی، علم اوپوهه خپل کلتور ځان لپاره خوښوي. اصلي موخه دلته ده، چې دافغانستان ځوریدلې اوکړیدلې اولس ته نن لازم دی، چې نور دپردیو خلکوپه خبرو ونه غولیږي، دهیواد ملي ګټو ته پاملرنه وکړي، دجنګ اوجګړو څخه لاس پرسرشي، سوله، امن او یوالې خپل اصلي موقف وګڼئ، دپوهې اوعلم زانګو په ټول افغانستان کې وښوروي، دنفاق، بدبختیو ټغرټول اودملي یوالې اصلي سمبول ووسي؛ افغانستان به دهغو هیوادونو په قطار کې ودریږي، کوم چې نن دنړي له هیوادونو سره، په سیاسي، ټکنالوژي او په قدرت ځان سیال ګڼي اوپرنورو هیوادونو خپل سیاسي قدرت چلوي. ددې موخو رسیدوته افغانان سره ټول په یواتحاد، اتفاق اوغږ وايي، چې مونږ نور جنګ نه غواړو، سوله، پوهه او ملي یوالې غواړو او ددوی همدا شعارهم دی. په پای کې دا وایم چې لوی خدای دنورافغانستان له شته وو ناخوالوخلاص کړي سوله دافغانستان په هرکوټ کوټ کې راولي نور دافغانستان دافقر اوبیچارګۍ ته دپای ټکی کیږدي. دیوسوکاله، ډاډمن اویوموټې افغانستان په هیله.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر