Home خانه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې ؛ د نوي ښوونیز کال پیل ته د چمتوالي نیولو غونډه جوړه شوه

د لوګر د پوهنې په ریاست کې ؛ د نوي ښوونیز کال پیل ته د چمتوالي نیولو غونډه جوړه شوه.

پل علم
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند دفتر
یکشنبې، شعبان المعظم ۵ مه، کب ۷ مه

IMG 20230226 WA0000 400

 د لوګر ولایت د پوهنې په ریاست کې د راتلونکي ۱۴۰۲ ښوونیز کال پیل ته د لازمو او اړینو تیاریو د نیولو غونډه جوړه شوه.
یاده غونډه د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د دغه ریاست مرستیالانو، عمومي مدیرانو ، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو په کې برخه لرله.      
په یاده غونډه کې د نوي ښوونیز کال پیل ته د لازمو او اړینو تیاریو د نیولو په تړاو مفصلې خبرې وشوې او تر سلا مشورو وروسته د نوي ښوونیز کال پیل ته لازم تصمیمونه ونیول شول.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په یاده غونډه کې د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د نوي ښوونیز کال پیلېدو ته دې په ټولو ښوونځیو کې بشپړ چمتوالی ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د را روان نوي ښوونیز کال پیل ته یې ځانګړي پلانونه ترتیب کړي، چې له مخې به یې تر پخوا ښه د زده کړو امکانات برابر شي.

IMG 20230226 WA0001 400

هغه دغه له ټولو کورنیو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي عمر ته رسېدلي خپل ماشومان د خپلو سیمو په ښوونځیو کې دې شامل کړي.

په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د لوګر د پوهنې ریاست ټول مسوولین او کارکوونکي، د ښوونځیو مسوولان او ښوونکي دې د نوي ښوونیز کال پیل ته د پلان او راپور جوړونې مدیریت د فارمټ سره سم کاري پلانونه ولري او د کاري پلانونو په لرلو سره دې نوی ښوونیز کال پیل کړي.

IMG 20230226 WA0002 400

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې ؛ د لوګر په ګډون په ټولو سړو ولایتونو کې راتلونکی نوی ۱۴۰۲ ښوونیز کال د حمل یا وري میاشتې په دویمه نېټه رسماْ پیلېږي.

IMG 20230226 WA0003 400

د نوي ښوونیز کال په پیل سره به ؛ په لوګر کې له ۲۵ زرو ډېر د ښوونځي عمر برابر ماشومان ښوونځیو ته ستانه شي او خپل درسونه به پیل کړي.