Home خانه

د لوګر ولايت فرهنګي ځلانده ستورى پر ځمکه راپرېوت

د لوګر ولايت فرهنګي ځلانده ستورى پر ځمکه راپرېوت

Alhaj M. Zaher Sadiqi 200دلوګر ولايت فرهنګي او د مطبوعاتو بنسټ اېښودونکى الحاج محمدظاهر صديقي نن دغبرګولي په ٣٠مه ددې فانۍ نړۍ څخه سترګې دتل لپاره پټې کړې.

انّا لِلّهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْن

ظاهر صديقي هغه ځلانده څيره وه، چې دلوګر ولايت په کچه فرهنګي او ژوناليستکي ډېوې بلې کړې وې، چې د لوګر ولايت د مطبوعاتو بنسټګر هم بللى شو.

لېکوال، شاعر او ژورناليست الحاج محمدظاهر صديقي د جهاد په دورې کې دمجاهدينو سره هم اوږه په اوږه د روسانو په وړاندې جنګېدلي او دخپلې خاورې په دفاع، ساتنه او خلاصون کې له فرهنګي اړخه هڅې يې نه هېريدونکي دي.

ارواښاد صديقي د لنډمهالې حکومت په رامنځته کېدو کابو اوو کاله دلوګر داطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه دنده پرمخ وړله، چې په لومړۍ ځل يې د(لوګر) په نوم چاپيدونکې اونيزه رامنځته او د يادې اونيزې مسووليت يې هم پر غاړه اخيستې ٶ.

د نوموړي لېکوال، شاعر او ژورناليست نه يو څيړنيز آثار (دڅرخ صاحبزاده ګان) تر سرليک لاندې چاپ شوې او په سلګونه نورې ادبي، علمي، فرهنګي او څيړنيزې مقالې دلوګر ولايت او د هېواد په بېلابېلو مطبوعاتو کې خپرې شوي دي.

 ارواښاد صديقي په دې ورستيو وختونو کې هڅې کولې، چې خپلې نورې علمي او فرهنګي مقالې راټولې او د کتاب په بڼه يې خپرې کړي، خو داقتصادي وضعيت له کبله دخپرېدو(چاپه) پاتې شوې. همدارنګه په شعر او شاعرۍ کې د ولايت په کچه روانه شاعري کوله، چې زياتره شعرونه يې په ملي مشاعرو کې ويلي او چاپي خپرونو کې چاپ شويدي.

د ارواښاد ظاهر صديقي لنډ ژوندليک:

الحاج محمدظاهر صديقي د اميرمحمد صديقي زوى په کال ١٣٢٤ هجري لمريز کال د لوګر ولايت، څرخ ولسوالۍ په نوشهر کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

په کوچينوالې کې ديني او نورې زده کړې له خپل پلار نه ترلاسه او د کابل ښار د ابن سينا منځني ښوونځي نه فارغ شو او وروسته له فارغيدو د هرات ولايت د سلطان په ليسه کې د دري ژبې ښوونکى شو.

په کال ١٣٤٩ په لوګر ولايت کې د باختر آژانس مسوول په توګه دنده پيل کړه، کله چې توره کودتا وشوه، نو صديقي د مجاهدينو لېکو ته ورغى او دجهاد جنډه يې پورته کړه، چې په دغه دوره کې د جمعيت اسلامي دحضرت ابوبکرصديق جبهې آمر، د خبر رسونې او تبليغاتو مسوول او په لوګر کې د يک پايې کوتل د قرارګاه مسوول په توګه دجهاد سنګر يې ګرم ساتلى ٶ.

ارواښاد صديقي په ١٣٨٠ هجري لمريز کال دلوګر داطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه دنده پيل او تر ١٣٨٧ هجري لمريز کال يې دفرهنګي بډاينې لپاره خدمتونه ترسره کړې دي، چې دنوموړي رياست او د راډيو ټلويزيون ودانۍ د ارواښاد صديقي په هڅو او زيار جوړې شوېدي.

صديقي د هېواد په رسمي ژبو دري او پښتو روانې خبرې او ليکنې کولې.الحاج محمد ظاهر صديقي نن د غبرګولي په ٣٠ مه د ٧٥ کالونو په عمر وفات شو، د نوموړي مړينه دفرهنګ او ادب په ډګر کې يوه لويه تشه ګڼلى شو. د تسليت مراتب يې کورنۍ، خپلوانو، ادبي لارويانو او لوګر ولسونو ته وړاندې کوم!

دلوى څښتن دربار ته لاس لپه کوم، چې الله دې وبخښي، جنت يې په نصيب ولري!

ليکنه: شيرمحمد اميني «ستانکزى»