Home خانه

!په روژې کې دخرڅلاو توکو بیې مه لوړوئ؛ دبېوزلو لاسنیوی وکړئ

په روژې کې دخرڅلاو توکو بیې مه لوړوئ؛ دبېوزلو لاسنیوی وکړئ!

Sher Mohammad Stanekzai 200روژه نه یوازې په نه خوړلو، نه څښلواو په عبادتونو باندې بسنه  وشي؛ بلکې له خلکو سره نیکي کول، خیراتونه ورکول، په خلکو باندې سوداګریز توکي په ټاکلې اندازې پلورل، بېوزلو کسانو سره مرستې ورکولو ته وردانګل او په انصاف چلیدل داهغه څه دي، چې په یادې مبارکې میاشتې کې باید ترسره شي .

ولې داچې په هیواد کې ډیري سوداګري د روژې په میاشتې کې ترسره کیږي او هټیوال هم د وخت په استفادې دخپل سوداګري توکو دنرخونو بیې دوه برابره لوړه وي .

نو دوی په دې فکر کې نه دي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړل شي، بیوزلو او مسکينانو سره مرسته وشي او توکو دبیو په ګرانښت کې له انصاف کار واخیستل شي.

هټیوال دخپلې ګټې لپاره روژه دسوداګرۍ میاشت فکر کوي، چې دا په اسلام کې نشته او باید ټول سره په یوه خوله دبې انصافه هټیوالوسوداګرو دغو ناروا کړنې هغه ادارې ته وړاندې کړي، چې پکې دڅار او کتنې مسوولیت لري اویاده اداره ورته رسېدنه وکړي او ټول هټیوال د انصاف له مخې خلکو باندې خپل د خرڅلاو توکې وپلوري.

 اوس نو هر وګړي ته پکار ده، چې په دې مبارکه میاشت کې له بیوزلوکسانو سره خپلې مرستې ونه سپموي، ځکه چې زموږ په هیواد کې ډیرې بیوزلې کورنۍ شته، چې دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره سهارله کوره وځي او ماښام کورته راځي.

 خو زموږ هیوادوال روژې میاشتې کې چې دمجبورۍ له امله د خپلې کورنۍ لپاره دیو څه نفقې دپیداکولو په موخه درانه کارونه کوي اوپه دغو کې ډیری داسې بیوزله کسان هم شته، چې د کار دکولو په تمه له کوره وځي، ولې بیاهم کار ورته نه وي اوخالي لاس بیرته کورته راستنیږي .

دروژې په میاشت کې ملي او سیمه ييز سوداګر، شتمن وګړي او دولت باندې غږ کوو، چې  باید یو اندازه مرستې دمسکینانواو بیوزلو کسانوپه واک کې ورکړي، ځکه دابه د الله تعالی دخوښیواو رضامندیو لامل وګرزي او یوڅه ناڅه به دبیوزلوکورنیو ستونزې هم پرې حل شي.

دیني عالمان وايي، چې په روژې میاشت کي یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابره ډيرثوابونه لري.

نو څومره ښه خبره ده، چې زموږ ټول هیوادوال، خلکو ته د تاوان پرځای ګټې ورسوي او دغه ګټې دا نه چې زموږ پیسې پرې لګول کیږي، بلکې خلکو سره ښه سلوک، ښې خبرې کول او که په توان مو څه پوره  نه وي، دهغوی زړونه لاسته راوړل، د خرڅلاو په توکو کې له عدل  نه کار اخیستل او په وروري فضا کې ژوند کول ډیر اجرونه او ثوابونه لري .

راځئ، چې دغه دبرکتونو یوه میاشت پوره د زړه له صدقه ونیسو، خلکو ته دتاوان پرځای خیرونه ورسو، دخلکو زړونه آزار نه کړو، له کینو او عداوت نه لاس واخلو، دخدای تعالی ټول اوامرو ته پوره ژمن واوسو، په خپلو سوداګري کې له عدل او انصافه کار واخلو او کوم فضایل چې ددې میاشتې په اړه قران کریم او نبوي احادیثو کې راغلي، هغه ټول په ځان عملي او په سمه توګه يې اداء کړو، ترڅو ثواب زموږ په برخه شو ې وي .

ليکنه: شیرمحمد«امیني» ستانکزی